رویټرز خبري اژانس د تاجکستان د پارلمان له قوله نن رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې د چین حکومت له افغانستان سره پولې ته څېرمه د دغه هېواد د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د یوې پوځي اډې د جوړېدو ټول مالي لګښت ورکړي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، دغه اډه د پامیر په غرونو کې د ګورنو په ولایت کې جوړېږي. دغه سیمه د چین سین‌کیانګ ایالت او د افغانستان بدخشان ولایت سره پوله لري. د تاجکستان د پارلمان ویاند ټينګار کړی چې په دغه اډه کې به هېڅ چینی سرتیری ځای پر ځای نه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پوځي اډه په داسې حال کې د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې جوړېږي چې لا هم د اسلامي امارت او دوشنبې ترمنځ اختلافات نه دي حل شوي. دغه اختلافات وروسته له هغې راپورته شول چې د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د اسلامي امارت پر حکومت نیوکه وکړه او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې په خپل حکومت کې ټولو قومونو ونډه ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو اسلامي امارت تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنه تورن کړ او تاجکستان سره پولې ته نږدې یې د اسلامي امارت اړوند استشهادي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام