د روان کال د غبرګولي په ۱۸مه د بدخشان یو‌شمېر اوسېدونکو د اوبو او برېښنا نه‌شتون او د ناامنیو زیاتېدو په تړاو اعتراض وکړ، خو دغه اعتراض په تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې یې ۴ اعتراض کوونکي ووژل شول او تر ۴۰ زیات ټپیان شول.

له دې پېښې وروسته ولسي جرګې د قضیې څېړلو لپاره یو ۵ کسیز پلاوی بدخشان ته ولېږه. د دغه پلاوي مشر خان‌اغا رضايي  نن د جرګې عمومي غونډې ته د رپوټ وړاندې کولو پرمهال وویل، ترلاسه شوي اسناد ښيي، وړاندې له دې چې خلک د قانون خلاف کار وکړي، د امنیتي ځواکونو له خوا پرې ډزې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه پلاوي موندنې ښيي چې د بدخشان والي ذکریا سودا له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه پورته کړې. حقیقت موندونکی پلاوی د والي د دندې ځنډولو او څارنوالی ته د هغه د معرفي کولو غوښتنه وکړه.

خان‌اغا رضايي وویل: «پلاوی حکومت ته وړاندیز کوي، چې د بدخشان والي او د دغه ولایت د نظامي شورا مشر له وظیفې لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړي، څو څېړنې وشي چې دوی مسوول دي او کنه. همداراز مالومه شي چې په کارونو کې یې نیمګړتیاووې وې او کنه، ولې د لاریون پر مهال دوی اماده‌ګي نه درلوده. که دنده کې ناغېړي شوي وي، سم مدیریت یې نه وي کړی، باید د خلکو پر وړاندې خپلو مسولیتونو ته ځواب ورکړي.»



خو د بدخشان والي ذکریا سودا د ولسي جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي رپوټ سلیقه‌يي او غیرمسلکي بولي او وايي، د ولسي جرګې رپوټ د ګنګوسو پر اساس چمتو شوی دی.

هغه وویل: «د پارلمان پلاوی چې د جوزا اتلسمې پېښې څېړلو لپاره بدخشان ته راغلی وو، دغه قضیه یې په قانوني، تخنیکي او هراړخیز ډول نه ده څېړلې او غیرمسلکي رپوټ یې پارلمان ته وړاندې کړی. دغه رپوټ قضیه کې د ښکېلو کسانو او د نظام د مخالفینو څرګندونو پر اساس جوړ شوی دی.»

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي هم د والي پر کړنو نیوکه کوي او د هغه د محاکمه کېدوغوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی حجت‌الله خردمند وايي: «بدخشان کې انسانان مړه شول او وینه یې تویه شوه، مرکزي حکومت نه باید بې‌توجه ووسي، ترهغه چې د بدخشان د خلکو برحقه غوښتنو ته لاسرسی نه وي شوی، اعتراض ته دوام ورکوي. زمونږ غوښتنه دا ده، چې لومړی والي لرې شي او وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.»

کله چې د بدخشان د خلکو اعتراض په تاوتریخوالي بدل شو ورسره هم‌مهاله ولسمشرۍ ماڼۍ هم د دغې قضیې څېړلو لپاره یو پلاوی وګماره، خو د څو اونیو په تېرېدو تراوسه مالومه نه ده چې د دغه پلاوي د څېړو کار چرته رسېدلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام