تمه ده د روانې جون میاشتې په ۲۵مه د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ له افغانستان څخه یو لوړپوړی پلاوی د امریکا د ولسمشر په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي.

 پرون په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر د امنیتي او دفاعي سکتور د ویاند د معرفي کولو په غونډه کې دغه سفر مهم وباله او وویل چې ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړي مرستیال عنایت‌الله بابر فرهمند د دغه پلاوي جوړښت نا انډول بولي. نوموړي پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي: «بېلابېل قومي، مذهبي او جنسیتي شتونوالی د افغانستان د ټولنې واقعیتونه دي چې ترې سترګې نه شو پټولی، په دغه پلاوي کې د ازبکانو استازی نشته دی.»

په ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې هم امریکا ته پر تلونکي پلاوي نیوکې شوي او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو نیوکې یې له ځان سره درلودلي دي. د ټولنیزو رسنیو کارونکو د دغه پلاوي جوړښت نا انډوله بللی دی.

د ټولنیزو رسنیو یوه کارونکي لیکلي: «که چېرته اشرف غني احمدزی کولای شي خپل۵۰-۶۰ کسان له پروتوکول پرته امریکا ته بېولی شي، ولې عبدالله عبدالله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي نه شي بېولی؟ که چېرته د خلیلي او دوستم مرستې نه وای، عبدالله عبدالله اوس یا په هند او یاهم په فرانسه کې کډوال و.»



په همدې حال کې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز رییس دواخان مینه‌پال له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دغه پلاوي جوړښت ټول شموله دی او د افغانستان د قومونو انډول پکې په پام کې نیول شوی دی.

ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشر په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې په هېواد کې دننه سیاسي وضعیت ترینګلی دی او په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام