توماس وېسټ ا.ا ته: د نجونو پر زده‌کړو دې محدودیتونه لرې شي

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. نوموړي د کابل په لوېدیځ کې پر دوو ښوونیزو مرکزونو شوي بریدونه وحشیانه بللي او د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له دوام څخه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

نړیوال بانک او مرستندویه بنسټونه دې روغتیايي برخه له سیاست سره نه تړي

د روغتیا وزارت مسلکي معین عبدالباری عمر نن یوې غونډې ته د خبرو پر مهال د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې روغتیایي برخه له سیاسي مسلو سره ونه تړي او د دې برخې د تمویل لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. عبدالباري عمر په دیني علماوو هم غږ وکړ .چې د روغتیا وزارت سره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي

چین: امریکا دې پر افغانانو لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا دې د افغانستان د روان ناورین د اصلي لامل په توګه خپلې تېروتنې ومني او پر افغانانو لګولي بندیزونه دې لرې کړي. د یاد وزارت ویاند وانګ ونبین نن په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي، امریکا په افغانستان کې د اوسني ناورین لامل دی او دغه هېواد باید پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو له لګولو لاس په سر شي.

د ولسي جرګې پلاوی: د بدخشان والي باید له دندې ګوښه شي

د روان کال د غبرګولي په ۱۸مه د بدخشان یو‌شمېر اوسېدونکو د اوبو او برېښنا نه‌شتون او د ناامنیو زیاتېدو په تړاو اعتراض وکړ، خو دغه اعتراض په تاوتریخوالي واوښت او په پایله کې یې ۴ اعتراض کوونکي ووژل شول او تر ۴۰ زیات ټپیان شول.