د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي، سږکال دوی د جګړو د ډېروالي او بودجې د نه‌شتون له امله ونه شوای کړای، هغو سیمو ته چې تاریخي ابدات پکې موقعیت لري، لاړ شي او د دغو لرغونو تاریخي ابدات وضعیت له نږدې څخه وګوري.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس فخر‌الدین اریاپور په دغه ولایت کې د ۲۳۰ تاریخي ابدو د احتمالي ویجاړېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې سږکال دوی د جګړې د ډېروالي او د بودجې نه‌شتوالي له امله ونه شوای کړای د تاریخي سیمو ته سفر وکړي او له نږدې څخه د لرغونو ابداتو وضعیت  وارزوي او د ساتنې په برخه کې یې هڅې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال په غور کې یو‌شمېر فرهنګ‌پالان هم په دغه ولایت کې د ارزښتمنو تاریخي ابداتو له شتون څخه یادونه کوي او وایي چې دغه لرغوني ابدات چې له اسلام‎‌وړاندې او له اسلام‌ څخه راوروسته د غوریانو له امپراطورۍ سره تړاو لري‎، ډېری یې اوس په دغه ولایت کې د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي.

د فیروزکوه ادبي انجمن رییس فضل‌الحق فایق د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د تاریخي ابدو د ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي. «یو‌شمېر لرغوني ابدات چې په سټراتیژیکو ځایونو کې موقعیت لري، د جګړې پر مهال پر سنګرونو بدلېږي او زیان ورته رسېږي. له همدې امله د غور ګڼ‌شمېر تاریخي ابدات له نابودۍ سره مخ دي. د غور د یوه فرهنګ‌پال په توګه زمونږ اندېښنه دا ده چې د جګړې ښکېل لوري دې د هېواد ارزښتمنو تاریخي ابداتو ته جدي پاملرنه وکړي.»

په اوسنیو شرایطو کې چې جګړې په ګڼ‌شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه په غور کې زور اخیستی، په هېواد کې یې د لرغونو تاریخي ابداتو د ساتنې چارې هم ستونزمنې کړي دي. خو د غور محلي مسوولان وايي چې حکومت دې ته ژمن دی چې د هېوادوالو ترڅنګ له تاریخي ابداتو څخه هم ساتنه وکړي.



د غور د والي ویاند زلمی کریمي وایي: «د غور محلي اداره او په ټوله کې حکومت د دې تر څنګ چې خلکو ته د ارامۍ او اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په برخه کې هڅې کوي، د تاریخي ابداتو د ساتنې په برخه کې یې په تېرکې هم هڅې کړي او په راتلونکي کې هم په دې هڅه کې دی چې د هېواد له تاریخي ابداتو ساتنه وکړي.»

بل‌خوا د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې د دغې ډلې غړي تاریخي او فرهنګي ابداتو ته هېڅ راز زیان نه رسوي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولانو په وینا، په شهرک ولسوالي کې د جام منار، په فیروز‌کوه ښار کې د ضحاک کلا او په دولتیار ولسوالي کې د کشک بهار د دغه ولایت له مشهورو لرغونو ابداتو څخه شمېر کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام