د قیصار ولسوالۍ کسبګر او هټیوال وايي، وسلهوالو طالبانو د ولسوالۍ بازار هټیوالو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره خپل تجارتي مالونه او توکي له بازار څخه وباسي. د هغوی په خبره، د طالبانو د دې خبرداري موخه دا ده چې هغوی پلان لري د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیې قوماندانۍ برید وکړي.
ګل محمد او محمد الله د هغو دوو هټیوالو مستعار نومونه دي چې په قیصار ولسوالۍ کې یې له سلاموطندار سره خبرې کړي او وايي، وسلهوالو طالبانو درې ورځې وخت ورکړی چې خپل توکي له بازر څخه وباسي که نه سوځېږي.
دوی زیاتوي، طالبانو خبرداری ورکړی چې که د دوی له غوښتنې وروسته په بازار کې د چا توکي وسوځېدل، مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.
د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی سید معروف وايي، د دې ولسوالۍ د ملکي وګړيو او کسبګرو وضعیت د اندېښنې وړ دی او په تېرو جګړو کې یې هم خپل مالونه سوځېدلي او لاسه ورکړي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی نادر سعیدي هم د خلکو خبرې مني او وايي، وسلهوال طالبان له غور او بادغیس ولایتونو څخه قیصار ته راټول شوي او پلان لري چې د ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي.
د فاریاب د والي ویاند جاوېد بېدار له دغې موضوع بې خبري ښيي او وايي، په دې اړه هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی.
دغه خبرې داسې مهال کېږي چې د جګړې ډګر د فاریاب په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم تود دی.