Asset 1SWN

خوست کې موټربم چاودنې ۴ کسان وژلي

Khost-attack-oxil7zs8edkpx2saiaah07z9p89s0eri2862vvkuc4

 

په خوست کې د افغان ځواکونو پر ځانګړې قطعې موټربم او ځان وژونکيو بریدونو کې تر اوسه پورې ۲ کسان وژل شوي او د ۹ ملکيانو په ګډون  ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، برید نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې شوی او په پيل کې موټر بم د قطعې پر دېوال وهل شوی او ورپسې څو تنو ځان وژنکيو بریدګرو قطعې ته د ننوتلو هڅه کړې چې تر اوسه یې ۴ تنه وژل شوي او ۲ نور لا مقاومت کوي.

ارین زیاتوي، دغه برید کې تر اوسه ۲ تنه وژل شوي او د ۹ ملکي وګړيو په ګډون ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

د خوست د والي وياند طالب منگل هم وايي، په خوست کې د افغان ځواکونو پر ځانګړې قطعې موټربم بريد شوی.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند عادل‌ حيدر وايي، د ياد بريد له کبله تر اوسه پورې ۳ کسان وژل شوي او نږدې ۳۰ کسان ټپيان دي. د حيدر په وينا، په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

نوموړی زياتوي، تر اوسه پورې ۷ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي او پوليس هڅه کوي چې پاتې يو بل ځانمرګی هم ووژني.

خو د خوست د ولایتي روغتون مشر ډاکټر سردار خان وايي، د برید له ځایه ۳ مړي او ۳۳ ټپیان ور وړل شوي دي.

تر اوسه پورې هېڅ وسله‌والې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام