ځايي مسوولان وایي، د تېره شپې زلزلې له امله د پکتیکا په ګیان ولسوالي کې ۲۰ او د خوست په سپرې ولسوالي کې هم تر ۲۰ زیات کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. دوی وویل، د ګڼو کورونو نړېدو په دلیل، ښايي د تلفاتو شمېرې لوړې شي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي امین حذیفه سلام‌وطندار ته وویل، تېره شپه ۱:۳۰ ګیان ولسوالي کې د زلزلې امله تر دامهاله ۲۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

هغه وویل، د ټپیانو کره شمېر نه دی مالوم او د ګڼو کورونو نړېدو په دلیل ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په خبره، له مرکز ښرنې څخه د ګیان ولسوالي ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره یو ګډ ټیم حرکت کړی چې ژر به سیمې ته ورسیږي.

خوست څخه هم رپوټونو کې ویل شوي چې زلزلې ګڼ کسان مړه او ټپي کړي دي.

د خوست د سپرې ولسوالي اوسیدونکي سلام‌وطندار وايي، دغې ولسوالي کې هم زلزلې تر ۲۰ زیات کسان مړه کړي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان یوشمېر ولایتونه په ځايي وخت د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه یوې زورورې زلزلې لړزولي دي.

د امریکا د جیولوجیکي‌ سروې ادارې ویلي، د رېښتر په کچه د دې ۶.۱ درجې زلزلې مرکز د افغانستان د خوست ولایت د سویل لوېدیځ ۴۴ کیلومترۍ کې و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا زلزله داسې حال کې شوې چې د کابل په ګډون یوشمېر ولایتونو کې بارانونونه شوي او روان دي، چې د کورونو د نړېدو خطر یې ډېر کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام