د بادغیس د اطلاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو ویلي چې پرون د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زورورې زلزلې له امله ځینې کورونه ویجاړ شوي چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر کسان تر خاورو لاندې شوي او مړه شوي دي.

د بادغیس والي ویاند بازمحمد سروري فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، دغه زلزله پرون د بادغیس په قادس ولسوالي کې شوې چې له امله یې د ګڼو کورونو چتونه نړېدلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د سروري په وینا، په دې زلزله کې د سیمې اوسېدوونکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس د اطلاعاتو او  فرهنګ ریاست د مسوولانو په وینا، دغه مرګ ژوبله او زیانونه د قادس او مقُر ولسوالیو د بادروک، دربند سفید، خاک‌پُلک، سلطان‌ها، زړه غونډۍ، ګل‌چین او جنکنه سیمو کې اوښتي دي.

د قادس ولسوال صالح‌محمد پردل پرون سلام‌وطندار ته ویلي و چې په دې زلزله کې ۱۲ کسان مړه شوي. هغه همداراز ویلي و چې د زلزلې په پایله کې ځینې کورونه هم ویجاړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امريکا د جيولوژيکې سروې ادارې ويلي، زلزله د افغانستان لوېديځ کې د بادغيس ولايت مرکز قلعه‌نو ښار په ۴۱کیلومټرۍ کې شوې ده. د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دغه زلزله د ريکټر په کچه ۴.۹ درجې ښودل شوې ده.

د بادغیس فرهنګي مسوولان وایي چې ښایي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام