د بادغیس سیمه‌ییز مسوولان وايي، په قادس ولسوالي کې د زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي دي. د قادس ولسوال محمد صالح پردل سلام‌وطندار ته وويل چې د دې زلزلې په پایله کې د ځینو استوګنو کورونو چتونه نړېدلي چې په ترڅ کې یې دغه شمېر کسان مړه شوي دي.

هغه زیاتوي چې قربانیان د قادس ولسوالي د بادروک، دربند سفید او د خاک‌پُلک سیمو اوسیدونکي دي . د قادس ولسوال ټینګار کوي چې د زلزلې په پایله کې یوشمېر خلک ټپیان شوي او مالي زیانونه  یې هم اړولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د قادس ولسوال په وینا، دا وروستي ارقام نه دي کېدای شي تغییرات پکې راشي. تر دې مخکې د بادغیس د ولایتي روغتون چارواکو ویلي وو چې په دغه ولایت کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ هم د زلزلې په پایله کې مړه شوې وه.

د راپورونو له مخې، د امریکا د زلزلې پېژندنې مرکز (USGS) ویلي چې د دغه هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د دې زلزلې مرکز د بادغیس ولایت قادس ولسوالي وه. د زلزلې شدت ۴.۹ ښودل شوی او ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره ویل شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام