علي‌احمد په بادغس کې د سلګونو بې‌ځایه شویو له ډلې دی چې د دغه ولایت د بې‌ځایه شویو په یوه پڼغالي کې ژوند کوي. هغه وايي، هره ورځ یوې مړۍ ډوډۍ ته په تمه وي، څو خپل ماشومان پرې ماړه کړي.

علي‌احمد چې د پنځو ماشومانو پلار دی وايي، هېواد کې وروستیو جګړو، وچکالۍ او تحولاتو ترې د ژوند ټول شته اخیستي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

علي‌احمد خبرداری ورکوی، که په دغه ولایت کې د بې‌ځایه شویو  وضعیت ته رسېدنه ونه شي، په نږدې راتلونکې کې به په دغه ولایت کې ستر انساني ناورین رامنځ ته شي. «ځمکې مې درلوده خرڅه مې کړه، هېڅ څه هم نه لرم. یو کور مو درلود، هغه هم په درېو کلونو کې ویجاړ شو.»

بي بي ماه په بادغیس کې یوه بله بې‌ځایه شوې ده، هغه وايي چې خاوند یې ناروغ دی او د خوړو لپاره هېڅ شی نه لري. هغې له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دوی سره  بېړنۍ مرستې وکړي.

بي بي ماه زیاتوي، «همداوس هېڅ شی نه لرو، وړه نه لرو، لږ څه وړه چې دلته کورنیو راسره مرسته کړې وه، خلاص شول. نماینده د خلکو له کورونو څخه یو تنور وړه راوړل، څو یې ماشومان ته پاخه کړم، هماغه چې خلاص شول، اوس نور نه لرو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال په بادغیس کې د اسلامي امارت د  فرهنګي کمېسیون غړی مولوي بازمحمد سروري وایي چې دوی د دغه ولایت د بنسټونو سره په همغږۍ کې د بې‌ځایه شویو کورنیو وضعیت ته رسېدنه کوي.

د بادغیس د مسوولانو په وینا، په دغه ولایت کې ۱۳۰۰۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ شتون لري چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام