Asset 1SWN

بادغیس کې د سپرلۍ موټر یوې درې ته لوېدلی او ۱۳ کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې

تصاویر (1)

د بادغیس محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په اب‌کمري ولسوالي کې د سپرلۍ موټر یوې درې ته لوېدلی چې له کبله یې شپږ کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینو په وینا، یو پلانکوچ ډوله موټر چې له اب‌کمري ولسوالي څخه هرات ته روان و، نن سهار (د لړم اوومه، د یک‌شنبې ورځ) یوې درې ته لوېدلی او د ښځو او ماشومانو په ګډون، شپږ کسان په‌کې مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وايي، د پېښې ټپیان چې روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی، د درملنې په موخه هرات ته لېږدول شوي دي. د بادغیس د امنیې قومانداني ویاند صدیق‌الله صدیقي بیا د یوازې شپږو کسانو مړینه او د دوو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لارو خرابوالي، د موټرچلوونکو بې‌پروایۍ او ځینو نورو لاملونو له کبله ورته پېښې شوي او ګڼ‌شمېر کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام