د روزګان زیاتره سیمې چې پسرلي کې په طبیعي ډول زرغونېږي، د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره د چکر مناسب ځایونه بلل کېږي. خو د روزګان یوشمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې وچکالۍ د چکر او مېلو دغه طبیعي ځايونه په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی غوښتنه کوي چې د چکر د یادو ځايونو د بیارغونې او زرغونتیا لپاره دې کوچني چېکډیمونه جوړ شي. د روزګان اوسېدونکي خدايداد الکوزی او اغاشېرین وايي:
«د باخود د غره لمن او نورې دښتې او سيمې چې په پسرلي موسم کې به د منظرې لپاره ښې شنې وې او مېلهځايونه به پهکې وو، خو په دې وروستيو کې د اوبو نهشتون له امله له منځه تللي. موږ غوښتنه کوو چې د دغو ځايونو د بیاځلي شنه کېدو لپاره يوه مناسبه حللاره پیدا کړي.»
«هغه پارکونه چې د حکومت لهخوا څخه جوړ شوي، هغسې نه دي، څه ډول چې د ځوانانو هيلې دي. زموږ غوښتنه له مسوولانو څخه دا ده چې د ځوانانو لپاره مناسب پارکونه جوړ کړي، څو ځوانان ورشي او هلته پهکي مېلې وکړي.»
د روزګان اوسېدونکي زیاتوي چې اوس په دغه ولايت کې دوه تفريحي پارکونه شته، خو دومره ښه نه دي چې د خلکو پام را واړوي.
د روزګان مسوولان هم مني چې د وچکالۍ له امله په دغه ولایت کې طبیعي تفريحي ځايونه له منځه تللي دي.
د ترينکوټ ښاروال مولوي محمدرفيق هنر له سلاموطندار سره په مرکه کې ویلي چې د ښاروالي لهخوا جوړو شویو پارکونو ته به پاملرنه زياته کړي او د طبیعي تفریحي ځایونو د بیارغونې او زرغونتیا لپاره یې هم په دښتو کې د اوبو یوشمېر چېکډیمونه جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو کلونو کې تر بل هر وخته وچکالي زياته شوې چې د کرنې او مالدارۍ برخو ته یې سخت زيات زيانونه اړولي دي.