وچکالۍ په روزګان کې مېلهځایونه سپېره کړي
د روزګان زیاتره سیمې چې پسرلي کې په طبیعي ډول زرغونېږي، د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره د چکر مناسب ځایونه بلل کېږي.
خو د روزګان یوشمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې وچکالۍ د چکر او مېلو دغه طبیعي ځايونه په بشپړ ډول له منځه وړي دي. دوی غوښتنه کوي چې د چکر د یادو ځايونو د بیارغونې او زرغونتیا لپاره دې کوچني چېکډیمونه جوړ شي.