Asset 1SWN

«افغانستان کې لا هم د رسنیز کار پر وړاندې ستونزې شته»

۸۸۸۸

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیو فدراسیون نن په یوه خبرې غونډه کې د افغان رسنیو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې. د دغه فدراسیون غړي که څه هم مني چې د پخوا په پرتله د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې ستونزې کمې شوي، خو زیاتوي چې لا هم په دې برخه کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

د دغه فدراسیون غړي بشیر هاتف وویل: «اوس داسې شرایط راغلي چې موږ د رسنیو د فعالیت درېدل او تړل کېدل نه حسابوو، بلکې اوس رسنۍ نه تړل کېږي؛ نو د دې وخت دی چې د رسنیز فعالیت د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه بنسټ د خپرو شویو شمېرو له مخې، اسلامي امارت په دې وروستیو کې لسګونه خبریالان وهلي ډبولي یا یې سپکاوی ورته کړی او یو خبریال لا هم ورسره بندي دی.

د یاد فدراسیون غړیو تاج‌محمد احمدزاده او یلدا افغان په دې اړه وویل: «د رسنیو د پنځو کارکوونکو مړینه، په پېښو کې د رسنیو د دوو کارکوونکو وژل کېدل او د رسنیو د ۵۶ کارکوونکو نیول کېدل چې ډېری یې لنډمهاله وو، په هغو ۱۳۸ پېښو کې شامل دي چې په ۲۰۲۲ کې ثبت شوې دي.»

«رسنیزو سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون باید د مسوولیت له مخې، فعال شي او لا هم په ځینو ادارو کې اطلاعاتو ته لاسرسی نشته.»

د غونډې ګډونوالو پر اسلامي امارت هم نیوکه وکړه چې مسوولان یې پر وخت له خبریالانو سره اطلاعات نه شریکوي او لا هم بېلابېلې ادارې د رسنیو په چارو کې لاسوهنه کوي.

د تمدن ټلوېزیون مسوول مدیر محمد رحمتي وویل: «موږ تمه لرو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو اړوند ټول مسوولیتونه پر غاړه واخلي. که رسنیو ته کوم لارښود، قانون یا یادونه وي، زموږ تمه دا ده چې د نورو ادارو پر ځای، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري رسنیو ته وړاندې شي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې هڅې یې پیل کړي، څو د رسنیو او افغان خبریالانو ستونزې پر وخت حل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت پر رسنیو د څار رییس عبدالحق حماد وویل: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه پرېکړه کړې چې د رسنیو په چارو کې د نورو ادارو د لاسوهنې مخنیوي په موخه په لوړه کچه له یادو ادارو سره خبرې وشي، غونډې هم جوړې شوي او ټینګار شوی چې د رسنیز کار اړوند مسایل باید له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریک شي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ راهیسې هېواد کې شاوخوا پنځوس سلنه رسنیو د بېلابېلو لاملونو له کبله خپل فعالیتونه پريښي او د معلوماتو له مخې، یوشمېر نورې هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام