Asset 1SWN

د برښنا شرکت مسوولان: اوس د هېڅ هېواد پوروړي نه یوو

عبدالرحمان-رحمانی-۱-q7gykn0ueeg36hxl1k8c212pd1rjynrvvo9emktjew

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو نن (د غبرګولي څوارلسمه، د یکشنبې ورځ) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه شرکت د ګاونډیو هېوادونو د برښنا پورونه پرې کړي او اوس د هېڅ هېواد پوروړی نه‌دی. د دوی په وینا، برښنا شرکت اوس په عادي ډول هره میاشت د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا له ګاونډیو هېوادونو را واردوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د برښنا شرکت د سوداګرۍ رییس او سرپرست عبدالرحمان رحماني وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۹۶ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا له تاجکستان، د ۹۴ میلیونه ډالرو له ازبکستان، د ۶۲ میلیونه ډالرو له ایران او ۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا له ترکمنستان څخه را وارد کړې ده.

د رحماني په خبره، برښنا شرکت یوازې په کابل ښار کې د پخوانیو سیاستوالو او زورواکو په ګډون، له پوروړیو ۱۱۸ میلیونه افغانۍ پورونه را ټول کړي دي. هغه زیاتوي چې لا هم پر یوشمېر سیاستوالو او زورواکانو د برښنا لګښت پورونه پاتې دي او هڅه کوي چې هغه هم ترې راټولې کړي.

په ورته وخت کې د برښنا شرکت عملیاتي رییس صفي‌الله احمدزي وویل چې برښنا شرکت له کورنیو سرچینو څخه د اوږدمهال لپاره د برښنا د تولید په موخه پنځه کلن پلان جوړ کړی چې له مخې به یې ۱۷۰ مېګاواټه برښنا د پایښت وړ له انرژۍ څخه ترلاسه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وايي: «په هرات، پروان، کندوز، کندهار، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې مو چې د برښنا لګښت په‌کې ډېر دی، میترونه کتلي او د خلکو ستونزې حل شوي. په دې سره په قانوني ډول ۱۰۲ میلیونه افغانۍ د برښنا شرکت عوایدو ته ور زیات شول.»

د برښنا شرکت مسوولان وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې د دغه شرکت عواید د تېر هغه په پرتله دوه‌نیم سلنه زیات شوي او په خبره یې، په دغه کال کې یې له دولتي ادارو څخه چې د برښنا شرکت پوروړې وې، درې‌نیم میلیارډه پورونه را ټول کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام