Asset 1SWN

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ مجاهد: د هېواد رسنۍ په ازاده توګه فعالیت کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټرپاڼه د هېواد  ټولو  رسنیو ته د دې ورځې مبارکي ویلې ده.

مجاهد لیکلي چې د هېواد رسنۍ د قوانینو په چوکاټ کې په ازاده توګه فعالیت لري او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د ځینو رسنیو فعالیت درېدو ته په اشارې سره ویلي، هغه رسنۍ چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته یې فعالیت درېدلی، لامل یې اسلامي امارت نه، بلکې د هغوی د تمویل کوونکو له لاسه ورکول دي. هغه څرګنده کړې چې ځینو سفارتونو د خپلو موخو لپاره دغه رسنۍ تمویلولې.

مجاهد ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به تر خپل توانه د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په خپل پیغام کې ویلي، اوسمهال د اسلامي امارت په زندان کې یو خبریال هم نشته . مجاهد ویلي، کله کله ځينو ادارو ته د خبريالانو بلنه د افهام او تفهیم په موخه وي او د زنداني کولو او شکنجه کولو په معنا نه وي.

د اسلامي امارت ویاند په دې برخه کې د ځینو بنسټونو اندېښنې بې‌ بنسټه بللي او ویلي چې اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ژونالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د افغان خبریالانو په وړاندې د کاري خوندیتوب نشتون او د  تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دغه بنسټ ویلي افغانستان داسې مهال د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځي چې رسنیز جوړښتونه زیان لېدلي او د خبریالانو د کاري خوندیتوب نشتون او له هغوی سره د ورځ تر بلې تاوتریخوالي زیاتېدل د افغانستان د رسنیزې ټولنې د اندېښنې سبب شوې.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو اتو میاشتو کې له خبریالانو سره شاوخوا ۱۵۰ مورده تاوتریخوالی ثبت شوی او له تېر یوه کال راهیسي له ۳۰۰ زیاتې رسنۍ تړل شوي چې د افغانستان د مطبوعاتو په تاریخ کې تر ټولو ډېر شمېر ښیي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې افغانستان کې خبریالي له ګواښ سره مخ ده او د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ازادې رسنۍ د سقوط په حال کې دي.

په همدې حال کې د بې‌پولې خبریالانو سازمان اعلان کړی چې «افغانستان د ۲۰۲۲ کال د رسنیو د ازادۍ» په نوملړ کې ۳۴ خانې ته راټیټ  شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام