د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ مجاهد: د هېواد رسنۍ په ازاده توګه فعالیت کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټرپاڼه د هېواد  ټولو  رسنیو ته د دې ورځې مبارکي ویلې ده. مجاهد لیکلي چې د هېواد رسنۍ د قوانینو په چوکاټ کې په ازاده توګه فعالیت لري او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.

د افغان ښځو د ملګرو سفيرانو ډله: د ا.ا واکمنۍ کې د خبريالانو او رسنيزو بنسټونو د حقونو پر ضايع کېدو خواشيني يوو

د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله د مطبوعاتو  د ازادۍ نړېوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ازادي  ټولو  ټولنو لپاره حیاتي ده. دې ډلې ویلي، د اسلامي امارت تر والکې لاندې د خبریالانو او رسنیو د حقونو پر تضییع خواشیني دي او له هغو خنډونو خبر دي چې په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي.