Asset 1SWN

د افغان ښځو د ملګرو سفيرانو ډله: د ا.ا واکمنۍ کې د خبريالانو او رسنيزو بنسټونو د حقونو پر ضايع کېدو خواشيني يوو

د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله د مطبوعاتو  د ازادۍ نړېوالې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ازادي  ټولو  ټولنو لپاره حیاتي ده. دې ډلې ویلي، د اسلامي امارت تر والکې لاندې د خبریالانو او رسنیو د حقونو پر تضییع خواشیني دي او له هغو خنډونو خبر دي چې په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي.

د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله چې د غربي هېوادونو سفیران پکې شامل دي، ویلي چې د خبریالانو او رسنیو ازادي د شفافیت او ځوابویلو تضمین سره مرسته کوي. د خبرپاڼې پر بنسټ، د ازادو رسنیو ټول‌شموله ټولنه د افغانستان لپاره اړینه ده چې خپل بشپړ پتانشیل ته ورسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي، هر څوک د ازادۍ، عقیده او بیان حق لري چې په دې حق کې ازادي، له مداخلې پرته عقاید، د اطلاعاتو او عقایدو موندنه او خپرول شامل دي.

د غربي هېوادونو سفیرانو زیاته کړې دا ازادي د مدني حقونو د نړیوال میثاق په ۱۹ ماده کې هم واضح شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان خبریالان او رسنیز سازمانونه وکولی شي د ارعاب، تاوتریخوالي او په خپلسري نیولو پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله د زړورو افغان خبریالانو ستاینه کړې او ویلي،  سره له دې چې هغوی له ګڼو ګواښونو سره مخ دي خو بیا هم د افغانستان په دننه د دغه هېواد اوسېدوونکو او نورې نړۍ ته خبرونه وړاندې کوي

وروسته له هغه چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو رسنۍ له ګڼو محدویتونو سره مخ شوي او د رسنیو د ملاتړو په وینا، خبریالان او رسنیز بنسټونه تر سخت سانسور لاندې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بې‌پولې خبریالانو سازمان هم د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې «افغانستان د ۲۰۲۲ کال د رسنیو د ازادۍ» په نوملړ کې ۳۴ خانې ته راټیټ  شوی دی. د دې نوملړ پر بنسټ، افغانستان له ۱۲۲ څخه ۱۵۶ ځای ته سقوط کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام