Asset 1SWN

د خوست اوسېدونکي: حکومت دې زموږ سیمې د ناچاوده توکو له شتون پاکې کړي

IMG-20230708-WA0007

د خوست یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه ولایت کې له تېرو جګړو څخه پاتې ناچاوده توکو او ماینونو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې ناچاوده توکي او ماینونه خلک د مرګ‌ له ګواښ سره مخ کړي او پر اړوند مسوولانو غږ کوي چې یادې سیمې دې د ماینونو له شتون پاکې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست د نادرشاه‌کوټ ولسوااي اوسېدونکی حاجي مامور وايي، د تېرې روژې پر مهال یې ۱۴کلن زوی هغه مهال ووژل شو چې له نورو ماشومانو سره د لوبو پرمهال پرې ناچاوده توکو چاودنه وکړه.

هغه وویل: «پورې خوړ ته وتلی و، هلته څه شی پسې خلاص شول چې بم و او که پټاکۍ وه، دی يې شهيد کړ. دا سينه يې خوږ وه، مخ يې لږ خوږ و. زموږ په کورنۍ کې نور څوک مکتبیان نه وو، همدا يو وړکی و چې مکتب يې ويلو. زه یو مخې پسې ختم  شوم، دماغ مې ختم شول او هرڅه.»

د دې ولسوالي یو بل اوسېدونکی نواب هم وايي چې یاده ولسوالي کې د ناچاودوکو توکو د چاودنې له امله یې څه وخت وړاندې ۹ کلن ورور او یو بل ماشوم ووژل شول او یو ۵ کلن زوی یې په‌کې ټپي شوی دی.

نوموړي وویل: «د ورځې يوولس بجې به وې چې له خوب را پاڅېدم او کور کې يوه اندازه کېناستم چې د چاودنې غږ شو چې ور ووتم یو شهید شوی و دا بل زخمي و او دا بل مې ولید چې دا هم زخمي و، دا بل هم پسې شهید شو او زخمي روغ شو.»

د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته وویل، د دې ولایت د مرکز په ګډون د پنځو ولسوالیو تر نیمايي زیاتو سیمو کې لاهم ناچاوده توکي شته چې د خلکو ژوند ګواښي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې خوست کې د ناچاوده توکو او مهماتو د چاودنو له کبله ۴ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل:«خوست کې ځينې ولسوالۍ لکه صبري، موسی‌خیل، قلندر، نادرشاه کوټ او شمل دوه منده ولسوالیو په مربوط سیمو کې د جنګ پاتې شوني چاودېدونکي توکي پاتې دي چې وخت ناوخت پېښې رامنځته کېږي چې د دې پېښو له امله مرګ‌ژوبله هم رامنځته کېږي، تراوسه پورې دې ولسوالیو کې د چاودیدونکو توکو پېښو له امله څلور کسان شهیدان شوي او دیارلس نور ټپیان دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هغه په وینا، د خوست مرکز او ولسوالیو کې یې د هغو سیمو تصفیه پیل کړې چې ناچاوده توکي او مهمات په کې پاتې دي، څو خلک یې له خطره وژغورل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام