د سلام‌وطندار سروې؛ له هرو څلورو ښځو درې یې تاوتریخوالي سره مخ دي

 د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د یوې سروې پایلې ښيي چې ۷۷سلنه ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي دي. په دغه سروې کې ۳۲۶ ښځو ګډون کړی چې پر بنسټ یې، له هرو څلورو ښځو، درې یې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ پامیري، واخاني او اویغوري ژبې د ورکېدو ګواښ سره مخ دي

نن د فبرورۍ ۲۱مه ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په نوم نمانځل کېږي. له دې سره هم‌مهال یو‌شمېر هېوادوال شکایت کوي چې په خپلې مورنۍ ژبې ورته د زده‌کړو زمینه نه ده برابره شوې او وېره لري چې ژبه یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده.

امنیت شورا بندیزونو سره مخ هېوادونو ته د مرستو رسولو په موخه پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون داسې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې ټول نړیوال بنسټونه کولای شي، له بندیزونو سره مخ هېوادونو ته هم خپلې بشر‌دوستانه مرستې ورسوي. افغانستان، سوریه او میانمار له هغو هېوادونو دي چې د ملګروملتونو له سیاسي بندیزونو سره مخ دي.

ریچارډ بنټ: افغانان د بشري‌ حقونو له ناورین سره مخ دي

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بنټ یوه رپوټ کې ویلي چې افغانان د بشري حقونو له ناورین سره مخ دي.

ریچارډ بنټ افغانستان کې د بشري حقونو له ناورین ډک وضعیت ته د حل لارې لپاره د اساسي بدلونونو غوښتنه کړې ده.

د رسنیو مسوولانو د خبریالانو پر ځای د خپلې کورنۍ غړي له افغانستانه اېستلي

د مخکیني حکومت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خبریالانو هڅه وکړه چې د ځان خوندیتوب په موخه له هېواده ووځي. د خبریالانو پر وړاندې رامنځ ته شوي خراب وضعیت ته په کتو، ګن‌شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو د افغان خبریالانو لپاره د تخلیې فرصتونه برابر کړل.

مالیې وزارت په «لګښتونو کې د سپما» غوښتنه کړې

هغه مکتوب چې سلام‌وطندار ترلاسه کړی، ښکاري چې د روان مالي کال ملي بودجه له کسر سره مخ ده او احتمال شته چې دغه کسر زیات شي. دغه مکتوب چې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت د سرپرست محمد‌خالد پاینده له لوري لاسلیک او د خزاینو عمومي ریاست او ټولو بودجوي ادارو ته لېږدول شوي، پکې راغلي چې ټول بودجوي واحدونه دې د دولت عادي او پراختیايي لګښتونو کې « سپما» وکړي.