Asset 1SWN

امنیت شورا بندیزونو سره مخ هېوادونو ته د مرستو رسولو په موخه پرېکړه‌لیک تصویب کړ

353282_0_205_2913_1844_1920x0_80_0_0_4106b81685939aa431fbec05f2d7b431

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون داسې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې ټول نړیوال بنسټونه کولای شي، له بندیزونو سره مخ هېوادونو ته هم خپلې بشر‌دوستانه مرستې ورسوي.

افغانستان، سوریه او میانمار له هغو هېوادونو دي چې د ملګروملتونو سیاسي بندیزونو سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د دغه پرېکړه‌لیک له تصویب څخه هرکلی کوي او نړیوالو سازمانونو څخه غواړي چې حکومت اړوندو ادارو سره په همغږۍ، مرستې پر اړمنو ووېشي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د اقتصاد وزارت د دغه پرېکړه‌لیک له تصویب هرکلی کوي او دغه فعالیتونه له یاد وزارت سره په همغږۍ وشي، اقتصادي اغېزې به یې ډېرې وي.»

له دې سره، د اقتصادي مسایلو څېړونکي وايي، بندیزونو سره مخ هېوادونو ته د بشردوستانه مرستو رسولو په موخه د ملګروملتونو له‌خوا د پرېکړه‌لیک تصویب او افغانستان سره د بشري مرستو دوام د لنډمهال لپاره ګټه لري او یوازې کولای شي، د انساني ناورین رامنځته‌ کېدو څخه مخنیوی وکړي.

د دوی پر وینا، د دغه پرېکړه‌لیک تصویب د اوږدمهال لپاره د فقر کمولو کې مرسته نه‌شي کولی.

د اقتصادي چارو څېړونکي بهمن یوسفي سلام‌وطندار ته وویل: «بشردوستانه مرستې یوازې بېړنی وضعیت تر پوښښ لاندې راوستی شي و په بنسټه‌ییزه توګه کار نشي کولای او د دغه پرېکړه‌لیک تصویب به د مرستو بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د مرسته‌رسوونکو بنسټونو د شمېرو له مخې، دامهال ۹۷ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د هېواد تر نیمايي زیات وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام