پکتیا کې یوشمېر سوداګر وایي چې د دغه ولایت له مرکز ګردېز ښار څخه د ډندپټان ولسوالي ته د ګمرک لېږد له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه سوداګر سلام‌وطندار ته وايي چې د ډنډپټان ولسوالي اړوند پر ډیورنډ فرضي کرښه خرلاڅیو دروازې ته څېرمه د یاد ولایت د ګمرک لېږد له کبله د بانکي خدمتونو او ګُدامونو نشتون ترڅنګ له نورو بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتیا یوه سوداګر محبوب‌الله وویل چې ډنډپټان ته د یاد ولایت د ګمرک لېږد د سوداګرو پر زیان دی. د نوموړي په وینا، د یاده سیمه کې د اړوند ادارو نشتون له امله سوداګر اړ دی چې د اسنادو اداري چارو لپاره مرکز ګردېز ته سفر وکړي.

 محبوب‌الله زیاته کړه چې د ډنډپټان او مرکز ګردېز ترمنځ ساعتونه مزل دی چې دا چارې به یې سوداګري زیانمنه او تجارت ټکنی کړي.

نوموړي وویل: «زه یو مثال وړاندې کوم که یو اسناد د ستونزې له امله یوې ادارې ته بېرته راجع شي، یو موټرچلوونکی، کمیشنکار، شرکت او یا هم تجار باید له اطراف څخه دوه یا درې ساعته وروسته باید مرکز ته راشي او خپل اسناد دوباره تنظیم کړي او ولاړ شي؛ نو دا د وخت ضایع کېدل دي او هم هغه اقتصادي فعالیتونه چې له مرکز څخه باید پراختیا ومومي هغه په اطراف کې منزوي کیږي. د دې ګمرک انتقال نه د تجارانو په خیر دی او نه هم د اقتصاد او نه د هېواد راتلونکې لپاره ګټه لري.»

یاد سوداګر همداراز اندېښنه ښیي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه وخت ناوخت د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ نښتې رامنځته کېږي چې په وینا یې، سوداګر او توکو ته به یې زیان ورسېږي.

بل‌خوا دڼدپټان ولسوالي کې د ګمرک مسولان وایي، د مالیې وزارت په لارښوونه شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې له مرکز ګردېز څخه د ډنډپټان ولسوالي اړوند خرلاڅیو دروازې ته یې ګمرک لېږدولی دی.

د یاد ګمرک رییس فضل‌الحق منیب د سوداګرو ستونزې تاییدوي، خو وایي چې د ګمرک لېږد پرېکړه سوداګرو ته د اسانتیاو د رامنځته‌کېدو په موخه شوې او نږدې ورځو کې به د بانک څانګه فعاله او د ګمرک لپاره به ګدامونه جوړ کړي.

نوموړي وویل: «ځکه صادرات زیات شوي، نو تجارانو ته د سهولت لپاره مو ګمرک دلته دڼډپټان ته راوړ. په دې کې دلته ډېرې ستونزې حل شوې، لکه تشریح برخه کې چې د صادارتو کومه تشریح ده، هغه اوس دلته په ډېره شفافه توګه کیږي.  ستونزې په‌کې نشته، ډېر سهولت په‌کې دی. د بانک څانګه هم نږدې راتلونکې کې انشاالله راوړنکې ده. زموږ کسان یې په کارونو سره مصروف دي. نورې نمایند‌ګۍ هم لکه د زراعت، صنعت او اتاق تجارات دي، هغه هم راوړنکي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیا کې سوداګر همداراز د ګمرک مسوولانو څخه غواړي چې د توکو د لېږد رالېږد برخه کې د سوداګرو شته ستونزې هم هوارې او د سوداګرۍ ودې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام