کابل ښاریان: کاروبار نشته، حکومت باید نرخونه کنټرول کړي

د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي په ښار کې د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه اوړو د بیې لوړوالي په اړه شکایت کوي او وايي، خپلو کورنیو ته د خوراکي توکو برابرولو وسه یې له لاسه ورکړې ده.
د کابل ښار د تایمني اوسېدونکی حلیم وايي، د خوراکي توکو د بیو په لوړوالي سره په سختۍ د خپلې اته‌کسیزې کورنۍ د خوړو اړتیاوې پوره کوي.

نیوزیلنډ او بنګلدېش نن درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډله نن په خپل کوربه‌توب د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سه‌شنبه د سپټمبر ۲۶مه د بنګلدېش په «شېربنګلا کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

امیرخان متقي «مسکو فارمټ» ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه پرون دوشنبه د تلې درېیمه مسکو ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه لیکلي چې امیرخان متقي د روسیې په بلنه یاده ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

فاریاب کې د چاودنې له امله دوه شپانه وژل شوي

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالي کې د چاودنې له امله دوه شپانه وژل شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.