Asset 1SWN

کابل ښاریان: کاروبار نشته، حکومت باید نرخونه کنټرول کړي

مواد-خوراکه-qc94e3k53kwjpfkbfjg94lue46hq09i2kd36saepoo

د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي په ښار کې د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه اوړو د بیې لوړوالي په اړه شکایت کوي او وايي، خپلو کورنیو ته د خوراکي توکو برابرولو وسه یې له لاسه ورکړې ده. د کابل ښار د تایمني اوسېدونکی حلیم وايي، د خوراکي توکو د بیو په لوړوالي سره په سختۍ د خپلې اته‌کسیزې کورنۍ د خوړو اړتیاوې پوره کوي.

نوموړی زیاتوي: «بیې ډېرې لوړې شوي. د ورځې چې ډېر کار وکړم، سل افغانۍ کېږي. په دغو پیسو څه وپېرم؟ اوړه، بوره، چای، که نورې ستونزې پرې حل کړم؟ له دغو سل افغانیو څه جوړېږي؟»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل ښاریان له حکومت څخه غواړي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته پام وکړي او په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي. د کابل د څلورمې کارتې اوسېدونکی صبور وايي: «خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. حکومت باید نرخونه کنټرول کړي او د بیو لوړوالي مخه ونیسي؛ ځکه کاروبار نشته و خلک له ستونزو سره مخامخ دي.»

خو د کابل ښار یوشمېر هټۍ‌وال بیا وايي چې له څه مودې راهیسې د خوراکي توکو، په تېره د اوړو بیه په لوړېدو ده. کریم چې د کابل په زړو مکروریانو کې هټۍ لري، وايي: «نن یوه بورۍ اوړه په ۱۹۰۰ افغانۍ دي. مخکې ۱۶۵۰ افغانۍ و او اوس ۱۹۰۰ شوي. بل یې هم شته چې یو ټن اوړه په ۴۵۵ ډالره شوي؛ په داسې حال کې چې مخکې یو ټن په ۳۶۰ ډالره و. بوره هم لوړه شوې ده.»

بله‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، هڅه کوي چې د سالنګ لویې لارې پر بدیلې لارې خوراکي توکي راوړي، څو د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې را ټیټې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان‌جان الکوزي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «کله چې موږ له هرات او تورغونډۍ نه کابل ته خوراکي توکي راوړو، څه باندې ۱۲ کیلومټره مزل کوو او ورځې ورځې نیسي. کومې ستونزې چې ماهیپر کې پیدا شوې، دا د بازار پر بیو اغېز کوي. اوس اوړه د ایران له لارې هم راوړل کېږي او د شیبر له لارې یې هم کوچني موټر راوړي. هیله لرم چې بیې تر دې نورې لوړې نه‌شي او هڅه کوو چې راکمې یې کړو.»

کابل ښاریان داسې مهال د خوراکي توکو برابرولو کې له سختیو سر ټکوي چې د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د اوړو بیه لوړه شوې ده. د سالنګ‌ لویې لارې په تړل کېدو سره د یوې بورې اوړو بیه ۳۰۰ افغانۍ او په تېره یوه اوونۍ کې هم ۱۰۰ افغانۍ لوړه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام