Asset 1SWN

موټرچلوونکي: تم‌ځایونه نشته؛ د کابل ټرافیکو رییس: موټر‌چلوونکي خپل ځای نه‌پېژني

Bus-station

کابل ښار کې یو‌شمېر موټر چلوونکي د موټرو تم‌ځایونو له نشتون شکایت کوي او وايي چې دې چارې دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه موټر چلوونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د موټرو تم‌ځایونو د نشتون له کبله دوی له هر ځایه سوارلۍ پورته کوي چې ټرافیک پولیس یې موټرو ته زیان رسوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل کې یوه ټکسي چلوونکي نوراحمد وویل چې ټرافیک پولیسو یې څو ځله د موټر نوي ټایرونه پنجر کړي او په وینا یې، څوک یې غږ نه اوري.

هغه وویل: «موږ ټکسي چلوونکي یوو، نه مو تم‌ځای معلوم دی او نه هم شخصیت، تراوسه ټرافیک پولیس زموږ د موټرو ټایرونه وهلي او پنجروي یې، خلک لس افغانۍ کار نه کوي، دوه درې زره یو ټایر دی او موټر تکه تکه کوي، هېڅ پوښتنه نشته. ډېر په ستونزو کې یو، که تم‌ځای کې هم درېږو ټایر وهي او که څنګ ته هم درېږو ټایرونه پنجروي.»

په همدې حال یو ټکسي چلوونکی محمدتقي وايي چې کابل ښار کې د موټرو تم‌ځایونو نشتون موټرچلوونکي او ټرافیک پولیس له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: «تم‌ځایونه نشته، وايي چې موټر چلوونکي بې‌نظمه دي. په خدای باور ورکړئ چې موټرچلوونکي بې‌‌نظمه نه دي، خو ستونزه د تم‌ځایونو ده، کله چې تم‌ځای نه وي، کله چې وغواړو سوارلۍ پورته کړو، ټرافیک مو نه پرېږدي. څه وکړو. ټرافیک پولیس دومره ظالمان شوي چې د موټرو دوه درې ټایرونه مو وهي.»

په ورته مهال د کابل ټرافیکو عمومي رییس حسیب‌الله مختار وايي چې ښار کې د موټرو تم‌ځایونو نشتون له کبله ټرافیک پولیس هره ورځ له موټرچلوونکو سره په جنګ وي.

هغه وویل: «دغه تم‌ځایونه یا مراکز چې موټر سوارلۍ د ښار څلور خواووته ولېږدوي، د ښاروالۍ او ټرانسپورټ له لوري دوی ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې دې مسیرونو کې موږ له ستونزو سره مخ یوو. موټر چلوونکي خپل ځای نه‌پېژني، د سړک منځ څخه سوارلۍ پورته کوي.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ښاري ټرانسپور ټ ریاست او کابل ښاروالۍ نظر هم واخلو، خو دوی وايي چې د تم‌ځایونو جوړولو د دوی مسوولیت نه دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل اوسېدونکي هم پلازمېنه کې د موټرو د تم‌ځایونو نشتون له امله په وار وار شکایت کړی او په وینا یې، دغه چاره ښار کې د بې‌نظمۍ لامل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام