کابل کې ښار کې سلګونه سوداګرو د یوه خصوصي بانک له لوري د دوی د پیسو د نه ورکړې له امله اعتراض کړی دی.
دغه سوداګر وايي چې د افغانستان بانک په منځګړیتوب خصوصي بانکونو سره دې پرېکړې ته رسېدلي و چې هره میاشت به له یادو بانکونو څخه د خپلې پانګې ۵سلنه اخلي، خو په وینا یې، له تېرو اته میاشتو یې پیسې نه دي ورکړل شوي.
دغه سوداګر شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده پرون یکشنبه په کابل کې د یاد خصوصي بانک مخې ته لاریون هم وکړ.
یوه سوداګر غلام حیدر سلاموطندار ته ویلي چې په میاشتو میاشتو د خپلو میلیونونو افغانیو د یوې برخې ترلاسه کولو په موخه په تمه پاتې شوي او بلاخره اړ شول چې اعتراض وکړي.
نوموړي وویل: «موږ دلته ۶۰۰ کسان ټول شوي یو، خپل فورمونه مو هم راوړي وو. د افغانستان بانک راته یو فورم راکړی و چې ډک یې کړئ، هغه مو هم څو څو ځله ډک کړ، خو دغه میوندبانک زمونږ پیسې نه راکوي، څو څو ځله مو کوشش وکړ چې له حکومتي چاراکو سره کېنو خو څوک مو غږ نه اوري، دا دی اوس د ملا برادر دفتر ته راغلو، خو راته وايي چې شل ورځې وروسته راشئ.»
په ورته وخت کې یوه بل سوداګر رحمانالله رحماني بیا وايي چې د پیسو د بندېدو له امله یې کاروبار ولاړ او څوک نشته چې غږ یې واوري.
هغه وویل: «دا زموږ ډېر غټ مشکل دی. دا زموږ کاروبار هم په ټپه ولاړ دی، ځکه زموږ د تجارانو ټولې پیسې بندي دي، نو زموږ دې مشکل ته حل لاره باید پیدا شي، موږ څو څو ځله مراجعه کړې ده، افغانستان بانک ته، میوند بانک ته او نورو ته، خو مونږ ته یوازې وعدې راکوي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال د یادې ستونزې په اړه مو د افغانستان بانک د مسوولانو د نظر غوښتلو هڅه وکړه، خو هغوی په دې اړه ځواب رانهکړ.