نن په کابل کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو کروندګرو ته د کوچنیو پورونو د ورکړې هوکړه لیک لاس لیک کړ.

 د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي مرستیال شېر‌شاه امیري وایي، د دغه هوکړه لیک پربنسټ به د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت کروندګرو ته پورونه ورکړل شي. د نوموړي په وینا، دغه پېسې به ۹۰۰۰ کروندګرو ته د ۵ کلونو په بهیر کې ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، هغه کروندګر چې په کور دننه بې‌ځایه شوي او یا هم له بهر څخه هېواد ته راغلي، کولای شي چې دغه پورونه ترلاسه کړي. امیري وایي چې د دې پروژې په تطبیق سره به د هېواد کرنیز تولیدات او صادرات زیات شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د دغه هوکړه لیک پراساس به د پنځو کلونو په بهیر کې کرنیزو انجمنونو، کرنیز کاروبارانو او هغه نورې برخې چې په کرنیزوچارو کې بوختې دي پورونه ورکول کېږي چې په لومړي کال کې ۲۵۰میلیونه افغاني او په پنځم کال کې دغه پیسې ۷۱۴ میلیونه افغانیو ته لوړېږي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال شیرعلم امله‌وال په دغه ناسته کې د کرنې پرمختګ، د کروندګرو ملاتړ او د کارموندنې په برخه کې د کوچنیو پورونو ارزښت اغېزمن وباله.

دغه پروګرام د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې پراختیا له وجهي صندوق له لوري پلی کېږي او بودیجه یې د امریکا د متحده ایالاتونو د پراختیایي ادارې لخوا ورکول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام