په کندهار کې ځایي سرچینې وايي، وسلهوالو غلو نن ماسپښین دوه بجې د کندهار ښار د لومړۍ حوزې په اړوند سیمه کې یو سوداګر وژلی او پیسې یې ترې وړې دي.
په کندهار کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلاموطندار ته ویلي چې دغه سوداګر د هلمند ولایت له ګرمسېر ولسوالي څخه د سودا لپاره کندهار ته راغلی و چې هلته له دې پېښې سره مخ شوی دی.
د سرچینې په خبره، وسلهوالو غلو لومړی یاد سوداګر وژلی او بیا یې دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې ترې وړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې مخکې هم د کندهار په ګډون، په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې شوې دي.