Asset 1SWN

فاریاب کې د ځمکې پر سر شخړه؛ زوی خپل پلار او کاکا وژلي

Mountains_and_River_in_Faryab_province

فاریاب کې امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس د ځمکې پر سر شخړه کې خپل پلار او کاکا وژلي او بل کاکا یې ټپي کړی دی.

دا پېښه نن د فاریاب د قیصار ولسوالي د شاخ سیمې په «جوی زمندي» سیمه کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د نبي په نوم یوه کس د ځمکې د وېش پر سر خپل پلار او کاکا وژلي او یو بل کاکا یې ټپي کړی دی.

د سرچینې په وینا، که څه هم نبي له دې پېښې وروسته تښتېدلی و، خو د اسلامي امارت له لوري نیول شوی دی.

د فاریاب محلي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام