د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه کس خپله مور او دوه ورونه وژلي دي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني وياند عبدالبصیر زابلي سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون ماښام د جلال‌اباد ښار درېیمې ناحيې اړوند اربابانو سيمه کې يوه کس خپله مور او دوه ورونه وژلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زياتوي چې دغه کس تر پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی؛ خو په وينا يې، امنيتي ځواکونو يې د نيولو هڅې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر اوسه د دې پېښې انګيزه روښانه نه ده؛ خو تر دې وړاندې هم ننګرهار کې ورته پېښې شوي چې د کورنۍ د يوه غړي له‌خوا خپلو نورو خپلوانو ته يې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام