کابل کې د نننۍ چاودنې د وژل شويو شمېر ۸ او د ټپيانو ۱۸ ته لوړ شوی

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نن ماښام د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې په يوې لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. نوموړي ویلي چې د دې چاودنې په پایله کې ۸ ملکيان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

زرګونه افغانانو نن د امریکا وروستي هوايي برید ته په غبرګون کې لایونونه وکړل

وروسته له هغې چې امریکا په یوه هوايي برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وواژه، نن د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې زرګونه افغانان  لارو او کوڅو  ته راووتل او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل.

لاریون کوونکو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او د دغه هېواد له لوري یې په کابل کې وروستی هوايي برید وغانده.

پر ټولنیزو رسنیو د افغان پناه‌غوښتونکو د شکنجې ویډیوګانو ګڼ غبرګونونه راپارولي

په دې وروستیو دوو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې یو‌شمېر افغان پناه غوښتونکي د ایران او ترکیې پر پوله د ځینو کسانو له‌خوا وهل  ټکول کېږي چې د افغانانو غبرګونونه یې راپارولي دي. دغه ویډیوګانې چې ویل کېږي د ایران او ترکیې پر پوله اخیستل شوي، یوه ډله افغانان شکنجه او وهل ډبول کېږي.