په دې وروستیو دوو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې یو‌شمېر افغان پناه غوښتونکي د ایران او ترکیې پر پوله د ځینو کسانو له‌خوا وهل  ټکول کېږي چې ګڼ غبرګونونه یې راپارولي دي.

دغه ویډیوګانې چې ویل کېږي د ایران او ترکیې پر پوله اخیستل شوي، یوه ډله افغانان شکنجه او وهل ډبول کېږي. خو د ټولنیزو رسنیو ځینو افغان کاروونکو بیا ویلي چې دغه افغانان د ایرانيانو له‌خوا شکنجه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لږ تر لږه  پر ټولنیزو رسنیو دوه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې ګڼ افغان پناه غوښتونکي په یوه واړه ځای کې لوېدلي او وهل ټکول کېږي.

پناه غوښتونکي چې لاسونه او پښې یې په ځنځیرونو تړلي، وايي چې که کورنۍ یې پيسې ور ونه لېږي، دا خلک به یې ووژني. که څه هم ځینو رسنیو ویلي چې د ترکیې پولیسو دا افغان پناه غوښتونکي نیولي، خو لا خپلواکو سرچینو دا خبره نه ده تایید کړې.

مخکې تر دې بیا د ترکیې د سرحدي پولیسو په لاس د ګڼو افغان پناه غوښتونکو د نیولو او ځورولو پېښې راپور شوې وې. شاوخوا یوه میاشت مخکې د ترکیې په وان کې د کډوالو په یوه بس باندې په ډزو سره یو پنځه کلن افغان ماشوم وژل شوی و.

د ا.ا سرپرست حکومت تراوسه پر ټولنیزو رسنیو د افغان پناه غوښتونکو د شکنجې په اړه د خپرې شوې ویډیو په تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې څرګنده کړې وه چې د افغانان مال، عزت او امنیت به خوندي کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې د ایران او ترکیې په اړوند سیمو کې افغانان شکنجه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې ګڼ‌شمېر افغانان د ایراني پولیسو او د دغه هېواد د عامو خلکو له لوري وهل ټکول شوي او جنسي تېری پرې شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام