د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نن ماښام د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې په يوې لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې چې ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي ویلي چې د دې چاودنې په پایله کې ۸ ملکيان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

تر دې مخکې د کابل امنیه قومنداني ویلي و چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ا.ا وياند همداراز زیاته کړې چې د ا.ا سرپرست حکومت دغه «بزدلانه» عمل په کلکو ټکو غندي.

هغه لیکلي: «دا ډول کړنې د دین او هېواد د دښمنانو کار دی چې زموږ د ولس هوساینه او امنيت نه غواړي.»

تراوسه د دې چاودنې مسووليت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
خو له دې وړاندې د ورته بريدونو مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام