سرچینې وايي چې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د علياباد روغتون پر سړک شوې چاودنه کې د کابل پوهنتون یوه استاد په ګډون، دوه کسان وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس نیمې بجې پر يوه کرولا ډوله موټر د چسپکي ماين د چاودنې له کبله شوې او د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو استاد مبشر مسلمیار او یو بل کس وژل شوي دي.
په همدې حال کې د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د علي اباد روغتون پر سړک شوې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، چاودنه پر يوه کرولا ډوله موټر د چسپکي ماين له کبله شوې او په وینا یې، په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
فرامرز د چاودنې او دا چې پهکې وژل شوي کسان څوک دي، نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه کوم چا يا وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دى منلى.
دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون، ډېری ولایتونه د سختو جګړو تر څنګ د چسپکي ماین چاودنو، ترورونو او هدفي بریدونو شاهد دی چې له کبله یې یوشمېر ژورنالېستان، د بشري حقونو او مدني فعالان، ملکیان او د دولت ملکي او نظامي کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر ډېره د دغو بریدونو او چاودنو مسوولیت څوک پر غاړه نه اخلي. حکومت ادعا کوي چې دا کار د طالبانو دی، خو طالب ډلې بیا نه یوازې دا ادعا رد کړې، بلکې ځینې وخت پهکې حکومت ګرم بللی دی.