Asset 1SWN

کابل کې چاودنې د عامه ساتنې د تصدۍ ویاند په ګډون ۳ کسان وژلي

WhatsApp-Image-2021-01-10-at-9.44.19-AM-p15a2dytracodt110as546lkevfxfxd87n48reh5sk

کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د چسپکي ماين چاودنې له کبله د عامه ساتنې د تصدۍ رياست د ویاند په ګډون ۳ کسان وژل شوي او يو ټپي دی.

ياد وزارت د چاودنې په اړه ويلي، دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۸نيمې بجې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند، سید نور محمد شاه مېنه کې د عامه ساتنې د تصدۍ رياست د ویاند ضیا ودان پر موټر د چسپکي ماین د چاودېدو له کبله شوې.

دغه چاودنه کې ضیا ودان، د هغه موټر چلوونکی او یو بل کس وژل شوی او یو هم ټپي دی.

د چاودنې مسوولیت تر دامهاله کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی؛ خو حکومت وايي، داسې کړنې طالبان ترسره کوي.

کورنيو چارو وزارت  د نن ورځې چاودنې په اړه ويلي چې په دې وروستيو کې چې کوم ترهګر نيول شوي، په خپل اعتراف کې يې ویلي چې د طالبانو ډلې غړيتوب لري.

ارګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې جمهورريیس دغه تروریستي برید غندلی او ويلي يې دي پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.

خبرپاڼې زياته کړې،  ولسمشر امنيتي او کشفي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د دې برید عاملانو وپېژني او سزا ورکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام