Asset 1SWN

ناپېژنده وسله‌والو بادغیس کې زوی او پلار وژلي

Badghis-11-ptuarao2eax85mawwfq8hic8oatvotefg1puv05ea0

د بادغیس امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه نن مازدیګر د دغه ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بادغیس د امنیې قومانداني ویاند صدیق‌الله صدیق سلام‌وطندار ته ویلي، ناپېژنده وسله‌والو عبدالعزیز او د هغه زوی محمدیوسف هغه مهال وژلي چې له «نجک» سیمې نه «کندلان» سیمې ته روان وو.

د هغه په وینا، یاد زوی او پلار په مرمۍ ویشتل شوي دي.

صدیقي وايي، امنیتي مسوولانو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي، څو د پېښې عاملان په نښه او ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام