Asset 1SWN

بلوچستان کې وسله‌واله نښته؛ څلور پاکستاني پولیس وژل شوي

four-terrorists-killed-in-quetta-police-1572331089-3227

د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه ښار کې د یوې وسله‌والې نښتې پرمهال څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن سه‌شنبه د اپرېل یوولسمه راپور ورکړی چې پېښه بېګاه ناوخته د کوټې ښار اړوند کچلاغ سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، دغه څلور پاکستاني پولیس هغه مهال وژل شوي چې غوښتل یې د شکمنو وسله‌والو د نیولو لپاره یو جومات کلابند کړي چې د وسله‌والو تر برید لاندې راغلل.

په ورته مهال د کوټې پولیسو بیا رسنیو ته ویلي چې په دغه نښته کې درې وسله‌وال هم وژل شوي دي.

په کچلاغ سیمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستاني پولیس تر برید لاندې راغلي او له همدې امله یاده سیمه کې د پولیسو چاپې او عملیات روان دي.

د روانې اپرېل میاشتې په نهمه د کچلاغ سپین کلي سیمه کې ناپېژنده وسله‌والو د پولیسو پر یوې ګرځنده ډلې برید وکړ چې په پایله کې یې دوه پولیس ووژل شول او یو بل ټپي شو.

تراوسه کوم چا یا ډلې د یادو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، له دې وړاندې دغه سیمه کې د شویو بریدونو مسوولیت د پاکستاني طا لبانو تحریک منلی دی.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې پرون دوشنبه د اپرېل لسمه کوټه ښار کې دوو غبرګو چاودنو د دوو پولیسو په ګډون څلور کسان ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل.

د لومړۍ چاودنې مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستی او په یوې خبرپاڼه کې یې ویلي چې د برید موخه یې د نصیرالحسن شاه په نوم پولیس چارواکی و چې په وینا یې، له بلوڅ بندیانو سره ناوړه چلن کوي.

له دغه برید وروسته کوټه کې د پولیسو پر یوه موټر د لاسي بم برید هم شوی چې له کبله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان کې د سیاسي ترینګلتیا په درشل کې د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د یاد هېواد د پولیسو او نظامیانو پر وړاندې وسله‌وال بریدونه زیات شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام