د سپینې ماڼۍ پخوانی سلاکار جان بولټن له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، نړۍ باید پر افغانستان د اسلامي امارت تر بیا ولکې وروسته یاد هېواد ته د ترهګرو ډلو د ورتلو څخه اندېښنه ولري.
بولټن په دې مرکه کې ویلي، افغانستان کې اسلامي امارت پرېکړو او کړنو وښودله چې دوی پر خپلو ژمنو عمل نه کوي. د بولټن په وینا، په افغانستان کې د ایمن الظواهري وژنه دا ثابتوي چې اسلامي امارت اوس هم د القاعده ډلې سره اړیکې لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکي د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن څرګندونې د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغات بولي.
پخواني نظامي جنرال صادق شینواري سلاموطندار ته ویلي، امریکا او ناټو تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې د ترهګرو ځپلو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
هغه پر متحده ایالتونو نیوکه کوي او وايي، افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کولو اصلي لامل امریکا ده.
د پوځي او سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر بیا په دې باور دی چې د جان بولټن څرګندونې د یوه بل لوی پلان ښکارندويي کوي چې ټاکل شوې امریکا یې افغانستان کې د تازه ترهګرې ډلې رامنځته کولو لپاره عملي کړي.
هغه افغانانو ته خبرداری ورکوي او وايي چې اجازه ور نه کړي، څو یو ځل بیا افغانستان کې د نورو هېوادونو استخباراتي او نیابتي جګړې پیل شي.
د پیګیر په وینا، که څه هم اسلامي امارت تېر یوه کال کې د داعش پر وړاندې غوڅ چلن کړی، خو دغه اقدام بسنه نه کوي. هغه اسلامي امارت څخه غواړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیسي.
ومو غوښتل د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم ترلاسه کړو، خو پرې بریالي نهشو.
دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته نړیوالې ټولنې او نورو سازمانونو تل ټینګار کړی چې افغانستان کې د داعش په څېر تروریستي ډلې فعالیت کوي.
خو اسلامي امارت بیا تل دغه ادعاووې رد کړي او ویلي، افغانستان کې هېڅ کومې تروریستي ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.