د روسیې  دفاع وزیر سرګي ‌شویګو خپل قزاقیستاني سیال سره د لېدنې پرمهال یوځل بیا افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون څخه اندېښنه ښودلې ده.

سرګي‌ شویګو ویلي چې نړۍ افغانستان ته شاه کړې او دغه هېواد کې د امریکا پاتې وسلې د داسې چا لاس ته ورغلي چې باید داسې نه وای شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د چارو شنونکي هم د روسیې د دفاع وزیر اندېښنې پر ځای بولي. د استخباراتي او سیاسي چارو کارپوه محمود حیدري سلام‌وطندار ته ویلي، سره له دې چې روسیه او اسلامي امارت ښې اړیکې لري، خو امریکا او لوېدیځ هېوادونه روسیې سره د سیالۍ لپاره افغانستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې روزلي دي.

د محمود حیدري په وینا، دغو ډلو څخه ملاتړ کولای شي چې روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي. نوموړي زیاته کړه، چې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د سرپُل د بلخاب ولسوالي د نښتو تر شاه د امریکا لاس دی.

حیدري سیمه کې د داعش، لشکرطیبه او جیش محمد په څېر یوشمېر ډلو ته اشاره کوي چې د ځینو هېوادونو ملاتړ له ځانه سره لري او د روسیې پر وړاندې ورڅخه استفاده کېدای شي.

په همدې حال کې د امنیتي چارو یو بل کارپوه عبدالغفار ګردیزی هم د روسیې د چارواکو اندېښنې تاییدوي او په دې باور دی چې امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو افغانستان کې پر ترهګرو ډلو پانګونه کړې چې د کابل او مسکو لپاره ګواښوونکې ده.

«هغه ډارېري په همدې دلیل یې خپل سرحدات په تاجکستان کې ټینګ کړي او روسي ځواکونه یې ځای پرځای کړي، نو دا په دې معنی ده چې یو څه به وي. د داعش نارې وهي، خو تمویل‌کونکی او ملاتړی یې نه‌افشا کوي.»

دا لومړی ځل نه‌دی چې روسي چارواکي افغانستان کې د ترهګرو ډلو له پېښودونکو خطرونه اندېښنه ښيي، بلکې له دې وړاندې هم دغه هېواد کې د وسله‌والو ډلو له شتون څخه اندېښنه ښودلې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د موضوع په تړاو د اسلامي امارت د نظر پر اخیستو بریالي نه‌شو، خو تردې وړاندې یې تل ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به هېڅ کله د چا پرضد ونه‌کارول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام