د امریکا د دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعدې شبکې د اسلامي امارت په لارښوونه افغانستان کې خپل حضور او فعالیتونه محدود ساتلي، ځکه چې اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي دا راپور ردوي او وایي، په هغو مسایلو کې چې نړیوال اړخونه لري، د دوی دریځ او پالیسي ټولو ته روښانه ده. نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې افغان خاوره به هېڅ کله د چا پر وړاندې و‌نه کارول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه سلا‌وطندار ته وویل: «په وار وار اسلامي امارت دا تکرار کړې چې افغانستان کې داسې څه شتون نه‌لري چې هغه دې د بهرنیو هېوادونو ملي ګټې په خطر کې واچوي او یا دې تهدید ورته متوجه کړي.»

د چارو شنونکي بیا د امریکا د دفاع وزارت دغه راپور له واقعیت څخه لرې نه‌بولي او وایي، ښايي القاعده شبکه راتلونکې کې بیا ځلې خپل فعالیتونه پیل کړي.

د استخباراتي چارو کارپوه محمود حیدري وویل، القاعده شبکه به د هر ډول فعالیت پیلولو او ګواښ رامنځ ته کولو کې د پاکستان ملاتړ له ځانه سره ولري.

هغه وویل: «کومه وړاندوینه چې امریکا کړې، دا امکان لري چې په لنډمهالي توګه یې دا کار کړی وي. دا امکان لري. د دیوبندي ډلې به طا لبانو ته ویلي وي چې ګزاره وکړئ. عمران خان قدرت ته راځي، ځکه کمپاین یی زیاد قوي دی او ټاکنې هم شاید په دوو یا درېوو میاشتو کې ترسره شي. کله چې هغه راشي قدرت ته او د دیوبندي ډلې اړیکې له چین او روس سره دي، بیا به د امریکایانو بستره له دې سیمې ټوله شي.»

د سیاسی چارو کارپوه ګلزی سره له دې چې وايي، د افغانستان ځینو سرحدي سیمو کې د القاعده ډلې غړي حضور لري، خو په دې باور دی چې ښايي راتلونکې کې بیا فعالیتونه پیل کړي.

هغه وویل، اسلامي امارت باید تېر ته په پام القاعدې څخه ملاتړ ونه‌کړي، خو که دغه کار ترسره کوي، افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ د سترو هېوادونو د سیالیو په ډګر بدل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د دوحې تړون پربنسټ، اسلامي امارت باید هېڅ یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي، خو د امریکا پوځي چارواکي سره له دې چې افغانستان ته د القاعدې ډلې د مشرانو سفر او دلته د روزنې امکانات محدود بولي، خو زیاتوي چې د القاعدې شبکې مشران د اسلامي امارت مسوولانو سره نږدې اړیکې لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام