وروسته له هغې چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال‌سعود واک ته د طالبانو رسېدل او افغانستان ته د القاعدې شبکې او داعش ډلې راتګ د اندیښنې وړ وباله. د چارو ځينې شنونکي هم د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو سر راپورته کول، جدي او ستر ګواښ بولي.

د چارو شنونکی امام محمد وریماچ وایي، القاعده شبکې ډېر پخوا افغانستان کې روزنیز مرکزونه درلودل او احتمال شته چې د طالبانو له راتګ او د واک تشې څخه په ګټې اخیستنې، ځینې ترهګرې ډلې بېرته فعالیت پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، د نړۍ په کچه هم ځینې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې ځان ته خوندي ځای پیدا کړي او خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د وریماچ په وینا، د داعش او القاعده شبکې د بیا فعالیت په اړه اندیښنې ډېرې دي، خو اوس دا په اسلامي امارت پورې اړه لري چې دوی له دې ۲۵ کلن تاریخ څخه څه زده‌کړي او ایا کولای شي، د نړۍ او افغان ولس اندېښنو ته ځواب ووايي.

خو ځينې نور سیاسي کارپوهان وايي، نور په افغانستان کې د داعش او القاعده شبکې د پیاوړتیا لپاره ځای او امکانات نشته او پر وړاندې یې د مبارزې او له منځه وړلو په چاره، طالبان ښه بلد دي.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم افغانستان کې د داعش او ځینو نورو بهرنیو ترهګرو حضور ردوي او وايي، ځینې کسان شته چې افغانان دي او د داعش ډلې فکر یې خپل کړی، خو د افغانانو ترمنځ ملاتړ نه‌لري. هغه نن یوې خبري غونډې ته وویل، دغسې موارد چې ولسي ملاتړ ونه‌لري، دوام نه‌شي کولی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه په نړیواله کچه هم اندېښنې مطرح دي. په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه ډېرې نړیوالې غونډې جوړې شوي چې په ټولو غونډو کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش او القاعدې شبکې د بیا فعالیت په اړه اندېښنې په ډاګه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام