سلام‌وطندار ته ځینو سرچینو منلې چې طالبانو له پرون راهیسې د هرات، بادغیس، غور، هلمند او کندهار مرکزونه نیولي دي. دولتي چارواکو تر اوسه د دغو ښارونو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو په وینا، د دغو ښارونو له ډلې ډېری یې له جګړې پرته طالبانو ته خوشې شوي یا هم په لاس ورکړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

طالبانو هم ویلي چې د زمري میاشتې له پنځلسمې نېټې راهیسې یې د هېواد د پنځلس ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

زرنج، لښکرګاه، هرات، فراه، قلعه نو، فېروزکوه، کندهار، غزني، فیض‌اباد، تالقان، کندوز، پلخمري، ایبک، سرپل او شبرغان هغه ښارونه دي چې تر اوسه د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هرات، کندهار او لښکرګاه د هېواد مهم او سټراټېژیک ولایتونه دي. هرات له ایران او ترکمنستان او کندهار او لښکرګاه هم له پاکستان سره نښتي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام