د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي چې د دغه وزارت د کورني امنیت پولیسو د غزني والي او د هغه مرستیال د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې نیولي دي.

نن سهار پر ټولنیزو رسنیو د غزني د والي داوود لغماني داسې تصویرونه خپاره شول چې والي ولایت پريښی او مخ په کابل را روان دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغو تصویرونو کې لیدل کېږي چې وسله‌والو طالبانو د غزني‌ـ‌میدان وردګ پر لویه لاره د داوود لغماني امنیت نیولی او ویل کېږي چې د حکومت تر واک لاندې سیمې پورې یې را رسولی دی.

د غزني د والي تېښتې پر ټولنیزو رسنیو د خلکو سخت غبرګونونه راوپارول او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د ولایت د پرېښودو او تېښتې پوښتنه ترې وکړي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک هم څو شېبې وړاندې پر فېسبوک لیکلي چې د دغه ولایت والي او ځانګړو ځواکونو داوود لغمانی په میدان ښار کې له موټره ښکته او نیولی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، د غزني ولایت تر اوسه په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته نه دی ورغلی او افغان ځواکونه یې پر وړاندې مقاومت کوي، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي چې د دغه ولایت والي ولې او څنګه ولایت پرېښود او د طالبانو په ملتیا په ډاډه زړه تر میدان‌ ښار پورې را ورسېده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام