Asset 1SWN

پولیس تر دې وروسته بې‌اسناده موټر ضبطوي

photo_2021-03-13_09-00-26-270x149

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بې‌اسناده موټرو د ثبتولو موده پای ته رسېدلې او تر دې وروسته به د ګرځېدو پر مهال نه یوازې درول کېږي، بلکې ضبط به هم شي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تر دې وروسته به د بې‌اسناده موټرو پر تګ‌راتګ جدي څارنه کوي او له لیدو سره سم به یې ضبط کړي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، کابل ښار د نوي کال له را رسېدو سره سم د بېلابېلو ولایتونو د اوسېدونکو کوربه وي او له دې لارې نورو ولایتونو ته تګ‌راتګ کوي چې په وینا یې، هغه کسان چې کابل ته له بې‌اسناده موټرو سره را ننوځي، نه یوازې موټر به یې ودرول شي، بلکې پر دوی به هم څار وکړي.

یاد وزارت وايي، په وروستیو ورځو کې لیدل شوي چې ترهګر او انسان تښتوونکي د بې‌اسناده موټرو په وسیله جنایتونه کوي او خلک باید د هغوی په نښه کولو او نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

د بې‌اسناده موټرو د ثبت او ورته د پلېټونو د وېش پروسه سږ کال د لړم میاشتې په لومړیو کې د ولسمشر غني د فرمان له مخې پیل شوه. د راپورونو پر بنسټ، له یادې مودې راهیسې له ۳۵ زرو نه ډېر بې‌اسناده موټر ثبت شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم له هغه وروسته چې د کابل د امنیت مسوولیت یې پر غاړه واخیست، خبرداری ورکړ، که بې‌اسناده موټر ثبت نه شي، نه یوازې وبه یې دروي، بلکې د پولیسو په ګزمو کې به یې هم وکاروي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام