بامیانو کې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تاریخي اثار نیول شوي

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې بامیانو کې یې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ګڼ‌شمېر تاریخي او عتیقه اثار کشف او ضبط کړي دي.

دغه وزارت نن شنبه د وږي ۱۸مه پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د یادو تاریخي اثارو د قاچاق په تور یې درې قاچاق‌وړونکي هم نیولي دي.

پولیس تر دې وروسته بې‌اسناده موټر ضبطوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بې‌اسناده موټرو د ثبتولو موده پای ته رسېدلې او تر دې وروسته به د ګرځېدو پر مهال نه یوازې درول کېږي، بلکې ضبط به هم شي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تر دې وروسته به د بې‌اسناده موټرو پر تګ‌راتګ جدي څارنه کوي او له لیدو سره سم به یې ضبط کړي.