د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې بامیانو کې یې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ګڼشمېر تاریخي او عتیقه اثار کشف او ضبط کړي دي.
دغه وزارت نن شنبه د وږي ۱۸مه پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د یادو تاریخي اثارو د قاچاق په تور یې درې قاچاقوړونکي هم نیولي دي.
په کشف شویو توکو کې دوه بتان «مجسمې» دوه مومیايي شوي جسدونه، یو د سرو زرو تاج، پنځه صندقونه، دوه تورې او یو کتاب چې په سرو زرو لیکل شوی، شامل دي.
دغه وزارت همداراز لیکلي چې دغه اثار د کابل، بامیان او مزارشریف د استخباراتو منسوبینو په ګډو علمیاتو کې نیول شوي دي.
نیول شوي درې قاچاقوړونکي د مزارشریف اوسېدونکي دي. د دفاع وزارت د مسوولانو په وینا، د یادو تاریخي اثارو د خرڅلاو په تور یوشمېر نور کسان هم نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
خو د یادو کسانو د شمېر او دا چې څه ډول یې دغه اثار پلورل څه نه دي ویل شوي. دفاع وزارت ویلي چې دغه اثار یې د هېواد ملي موزیم ته سپارلي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې د ناقانونه کیندنو له امله بهر ته د تاریخي اثارو د لېږد په اړه اندېښنې څرګندې شوې وې.