د غویي ۲۸ مه د موزیم نړیواله ورځ  ده. په دغه ورځ کابل کې د افغانستان ملي موزیم ته د ګوتو په شمېر لېدوونکي راغلي او د اسلامي امارت له لوري د موزیم نړیوالې ورځې د نمانخنې په موخه هم کوم پروګرام نه دی جوړ شوی.

د هېواد د ملي موزیم مسوولان وایي چې سږ کال د لرغونو اثارو د درجه‌بندۍ، ساتنې او د سیلانیانو د جلب لپاره یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري، خو د پروګرام جوړولو لپاره د اسلامي امارت سرپرست حکومت مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

د هېواد د ملي موزیم امر عین‌الدین صداقت سلام‌وطندار ته وویل: «د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي، څو په کابل او ولایتونو کې د لرغونو اثارو پروګرامونه جوړ کړو. موږ پلان لرو په ولایتونو کې کوچني نندارتونونه جوړ کړو او لرغوني اثار درجه‌بندي کړو.»

خو د ملي موزيم يو‌شمېر ليدوونکي وايي چې تر اوسه د هېواد د لرغونو اثارو د ارزښت پېژندنې په موخه د خلکو د هڅولو لپاره اغېزمن کار نه دى شوى. دوی همداراز د یوشمېر لرغونو اثارو د نړېدو د خطر په اړه هم اندیښنه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني اوسېدونکى عبدالاحد له سلام‌وطندار سره په خبرو کې په دغه ولايت کې د يو‌شمېر تاريخي او فرهنګي ابداتو د برخليک په اړه اندېښنه لري.

هغه وایي: «غزني ډېرې لرغوني اثار او سیمې لري، خو له بده‌‌مرغه چې حکومت او خلک دې اثارو او سیمو ته پام نه کوي. یوشمېر اثار ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري، خو پام ورته نه کېږي.»

په همدې حال کې لرغون‌پوهان او فرهنګي‌پال د لرغونو اثارو له پامه غورځول، يو ناورين بولي او د ساتنې او بيارغونې لپاره يې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لرغون‌پوه غلام‌حیدر کوشککي په دې اړه وایي: «اسلامي امارت باید ټولو لرغونو سیمو ته پاملرنه وکړي، څو د قاچاق وړونکو لاس لنډ شي او له خطر سره مخ ټولې سیمې او اثار د لرغون‌پوهانو په مشوره بیا ورغول شي او د نړېدو مخه یې ونیول شي.»

د کلونو راهیسې د هېواد د لرغونو سیمو او اثارو د ویجاړیدو او د ساتنې لپاره یې د کافي بودیجې د نشتوالي په اړه اندېښنې شته، خو تراوسه په دې برخه کې کومه اغېزمنه حل لاره نه ده موندل شوې.

بل‌خوا، د هېواد موزیمونه دومره لیدوونکي هم نه لري چې وکولای شي د پروګرامونو پیل لپاره کافي پیسې ترلاسه کړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام