افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت په اړه د ا.ا دريځ او د شنونکو نظر

د امریکا د دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعدې شبکې د اسلامي امارت په لارښوونه افغانستان کې خپل حضور او فعالیتونه محدود ساتلي، ځکه چې اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې دی.

د ا.ا له لوري د شپږو دولتي ادارو د منحلېدو پر وړاندې غبرګونونه

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت له لوري په یوه مکتوب کې شپږو دولتي ادارې منحل اعلان شوې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د یو‌شمېر هېوادونو سفیرانو او ځانګړیو استازیو د دغې پرېکړې پر وړاندې تند غبرګون ښودلی دی. توماس نیکلسون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نورو ادارو په پرتله دغو دولتي بنسټونو ته اړتیا ډېره لیدل کېږي.

جوزجان کې ټرافیکي پېښې پنځه کسان مړه او ۲۸ یې ټپیان کړي

د جوزجان محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوه «کوماز» موټر د چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

دغه پېښه پرون بېګاه شاوخوا ۱۱ بجې د دغه ولایت د قو‌ش‌تپې ولسوالي په «ترکمن‌قدوق» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ننګرهار کې سږکال د شفتالانو حاصلات ۳۵۰۰ ټنه زیات شوي

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د شفتالانو حاصلات ډېر شوي دي. د مسوولانو په وینا، سږکال د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې پر ۳۰۰۰ جریبه ځمکه د شفتالانو له ابادو باغونو ۱۰۰۰۰ ټنه حاصل ترلاسه کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۵۰۰ ټنه زیاتوالی ښيي.