د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د شفتالانو حاصلات ډېر شوي دي. د مسوولانو په وینا، سږکال د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې پر ۳۰۰۰ جریبه ځمکه د شفتالانو له ابادو باغونو ۱۰۰۰۰ ټنه حاصل ترلاسه کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۵۰۰ ټنه زیاتوالی ښيي.

په دې ولایت کې د شفتالانو بېلابېلې نوعې کرل کېږي چې اوس یې باغداري مخ پر دودېدو ده او حاصل یې بېلابېلو سیمو ته لېږدول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني سلام‌وطندار ته وویل چې تېر کال د شفتالانو حاصل ۶۵۰۰ ټنه و چې ۲۵۰ میلیونه افغانۍ عواید یې لرل، خو سږ کال ۱۰۰۰۰ ټنو ته رسېدلي چې ۲۷۷ میلیونه افغانۍ عواید به ترې ترلاسه شي.

هغه وویل، دوی په ګڼ‌شمېر سیمو کې له بزګرو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي او همدا لامل دی چې حاصلات لوړ شوي دي.

په ورته مهال باغ لرونکي هم د شفتالانو د سږني کال له حاصلاتو خوښ دي او وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې ګټه وټه زیاته ده، خو هغه سیمې چې روانې اوبه نه‌لري او باغونه یې  په واټرپمپونو خړوبېږي، د هغه ځای بزګرو پر وړاندې ستونزې شته.

عبدالولي په سره رود ولسوالي کې پر څلور جریبه ځمکه د شفتالانو باغونو لري. نوموړی وایي چې حاصل زیات دی، خو د وچکالۍ له کبله د باغونو په ساتنه او پالنه زیات لګښت راځي.

نوموړي وویل: «دا هر بوټی او دانه چې تاسې ګورئ، دا په پيسو باندې تر دې ځایه رسېدلی. د اوبو کولو لپاره یې ساعت درې سوه افغانۍ ورکوو، یو جریبه ځکه په دوه نیم ساعته کې اوبه کېږي. زه واټرپمپ ته نږدي یم، ځکه که لري وای، بیا ډېر وخت نیسي. دا زموږ ستونزې دي، خو د الله فضل دی، سږ کال فصل ډېر ښه دی. زما د باغدارۍ څلورم کال دی، ټول بوټي له مېوې ښه ډک دي.»

په ننګرهار کې حاصل ته رسېدلي شفتالان نه یواځې دا چې دلته کارول کېږي، بلکې د هېواد نورو سیمو ته هم استول کېږي.

په ورته مهال د شفتالانو سوداګر اوس له بازار څخه راځي دي، خو وایي چې په یوه وار په زیاته کچه شفتالان بازار ته عرضه کېږي او د لوی مارکېټ د نشتوالي، له کبله ښايي ګټه وټه زیاته نه وي.

دوی له حکومت غواړي چې د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

د ننګرهار سربېره، په څنګ لوري کونړ ولایت کې هم پر سلګونه جریبه ځمکه د شفتالانو باغونه جوړ شوي چې د معلوماتو له مخې، د تېر په پرتله له زیاتوالي سره به ۹۰۰ ټڼه حاصل ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غوښتنې دا دي چې حکومت د کرنې په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره باید هلې ځلې زیاتې کړي او هغه ستونزې حل کړي چې اوس ورسره بزګر او باغ لرونکي مخامخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام